ترکیې ته د افغانستان په صادراتو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، په هېواد کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو او د هېواد په صادراتو د لوړې تعرفې معاف کېدل بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان صادراتو کچه هم د پام وړ زیاته شوې. د یادې خونې مرستیال یونس مومند ویلي، ترکیې ته په دې وروستیو کې د افغانستان صادرات ۵۳ سلنه زیات شوي او ایران او پاکستان ته هم د هېواد صادرات د پام وړ زیات شوي دي. مومند بهر ته د هېواد د صادراتو زیاتېدو لامل د سرپرست حکومت له لوري د لوړو تعرفو معافېدل په ګوته کړي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان په ډېریو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد تولیدات پیاوړي او زیاتېږي.

وروستي مطالب

د روغتیا نړیوال سازمان د شمال له سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

نوي مطالب

جاپان د افغانستان د روغتیا برخې لپاره ۱۳.۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور