افغانستان کې د ځمکو خړوبولو لپاره د سولري پمپونو پروژه پیلیږي

د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه‌یي خدماتو ادارې (یونپس) اجرایوي رییس جورج مورییرا داسیلوا او مل پلاوي سره کتلي. په دې کتنه کې داسیلوا په دغې کتنه کې ویلي، چې یاده اداره په پام کې لري ترڅو افغانستان کې د سولري پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره یوه نوې پروژه پيل کړي. له بلې‌خوا د سرپرست حکومت اداري مرستیال د یادې ادارې کړنې او فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت له یادې ادارې څخه د ملاتړ ترڅنګ هغوی ته د پروژو پلي کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي. نوموړي دغه راز له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو د برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.

وروستي مطالب

جاپان د افغانستان د روغتیا برخې لپاره ۱۳.۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

نوي مطالب

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شول

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور