د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، پر دې غور کوي چې له ایران سره د صادراتو او وارداتو اندازه ۱۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، نورالدین عزیزي د کازان فورم د پنځلسمې غونډې پر مهال د ایران د حلال صنعت د نندارتون د کتنې پر مهال دا خبره کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، غواړي د افغانستان پر پولو د ګمرکونو کاري موده ۲۴ ساعته کړي چې ورسره واردات او صادرات چټک شي. تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي وو چې په ۲۰۲۳م کال کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ اندازه یو میلیارد او ۷۳۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه. د ده په وینا، په دې اندازه ۲۹ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او پاتې یو میلیارد او ۷۱۰ میلیون ډالره له ایران څخه افغانستان ته د وارداتو اندازه وه.