اناتولي خبري اژانس د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دوی په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه خپل «د مهربانۍ اورګاډی» چې له ۶۰۰ ټنو څخه ډېر د مرستې اړین توکي پکې شامل دي استولی دی. د مالوماتو له مخې دا اورګاډی د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو، د دغه هېواد د پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت او د نا دولتي سازمانونو د استازو په شتون سره د سې شنبې په ورځ له انقرې څخه د افغانستان په لور روان شو او په ۱۵ ورځو کې به ورسېږي. د اناتولي خبري اژانس دغه راز لیکلي، چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو وروسته د ترکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت د ۱۷ نورو نا دولتي سازمانونو په همکارۍ ۶۰۰خیمې او ۶۱۹ ټنه د خوراکي توکو، حفظ الصحې او کمپلو په ګډون د مرستو رسولو مواد دغه هېواد ته استولي دي.