روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
په دغه لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ته په تاتارستان کې د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د خپل ګډون په اړه راپور ورکړی او دغه غونډه یې د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخو کې له لاسته راوړنو ډکه بللې.
نورالدین عزیزي زیاته کړې، چې دغه غونډه کې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې. ورته مهال مولوي سیاسي مرستیال د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه سفر مثبت بللی او ویلي یې دي؛ سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو دا ډول سفرونه د دې څرګندونه کوي، چې سرپرست حکومت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر اساس تعامل غواړي.

وروستي مطالب

ترکیه: افغان سېلاب ځپلو ته مو ۶۰۰ ټنه نوره مرسته واستوله

نوي مطالب

په ۱۲مه کې ناحیه د سړک جوړولو ځنډېدلې چارې بیا پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور