د کندهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کوهکران څېړنیز فارم کې د لومړي ځل لپاره ۷۰ ډوله تیلي نباتات کرل کیږي. د مالوماتو له مخې په یاد شمېر تخمونو په ډله کې وطني، ازبکستاني او د ترکیې هیواد د همکارۍ او همږغۍ ادارې ټیکا تخمونه هم شامل دي. د یادولو وړ ده، چې دوه ډوله تخمونه یې د ټیکا ادارې، څلور ډوله تخمونه یې د ازبکستان هیواد او نور ډولونه یې د بېلابیلو ولایتو څخه دي. د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، که چېرې یاد تخمونه ښه وده وکړي، نو بیا به یې پر بزګرانو هم ووېشي.