دتېرې میاشتې په پرتله د کانګو ناروغۍ ۳۸ سلنه زیاته شوې

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان زیږدیز کال په وروستیو ۲ میاشتو کې د لومړۍ میاشتې په پرتله د کانګو ناروغي ۳۸ سلنه زیاته شوې ده. د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې د روان زیږدیز کال په پنځو میاشتو کې، په ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ تنه پر کانګو اخته شوي او ۶ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د کابل د انتاني روغتون یو شمېر ډاکټرانو هم ویلي، چې په روانه میاشت کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي چې، د پنځلسو کسانو له ډلې چې د کانګو ناروغۍ د معاینې لپاره دغه روغتون ته ورغلي، د اتو تنو د معایناتو پایله مثبته وه. د یادولو وړ ده، چې تېر کال په هېواد کې د کانګو ناروغۍ له امله، ۱۰۰ تنه مړه شوي دي.

وروستي مطالب

پکتیا کې د اوبو ۲ کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

نوي مطالب

ډنمارک له افغاستان سره څه باندې ۷ میلیونه ډالر مرسته کړې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور