د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د ۲۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې دغه ښوونځي ته یاده ودانۍ د المار ولسوالۍ په کبوتر خان سیمه کې په دوو پوړونو کې له ټولو محلقاتو سره په پاخه او اساسي ډول د ناروې هېواد په مالي ملاتړ جوړه شوې ده. ورته مهال د سیمې خلک د دغه ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او د دې ترڅنګ د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د دغه ښوونځي زده کوونکو د ودانۍ نشتوالي له امله په خېمو کې زده کړې کولې، چې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.