د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دکار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بادام باغ څخه د پل تخنیک د غره تر لمنې پورې د نوي نښلوونکي سړک د لومړۍ برخې د پخېدو چارې بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي. ددغه سړک د جوړولو په پروژه کې چې، ۹۰۰متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتي، پلې لارې او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسوولینو په خبره؛ د دې سړک د دویمې برخې د پخېدو چارې به هم په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.