تېره اونۍ ۱۰۰ زره سیلانیانو له بامیانو ولایت څخه لیدنه کړې ده

په تېرې یوې اونۍ کې سل زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له بامیانو ولایت څخه لیدنه کړې ده. د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي رائد وايي د ګرځندوی صنعت ودې طرحې یې ترلاس لاندې دي. رائد د بامیان بېلابېلو برخو کې د ګرځندوی صنعت لا ودې لپاره د لا زیاتو امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو خبره کوي. یو شمېر سیلانیان چې له بېلابېلو ولایتونو بامیان ته راغلی دی ددغه ولایت د لارو امنیت ټینګښت ته خوشحاله دي او وایي د ګرځندوی لپاره ډېرو امکاناتو ته اړتیا ده. د بند امیر ملي پارک، د قاضیان پولادي دره، د بودا مجسمې، غلغلې او ضحاک ښارونه د بامیان مهم تفریحي او تاریخي ځایونه ګڼل کېږي چې د سیلانیانو جذب برخه کې یې بنسټیز نقش لوبولی دی.

وروستي مطالب

هرات کې د ۴ نیم میلیونه ډالرو په لګښت پروژې بشپړې شوې

نوي مطالب

بیجینګ: د افغانستان د ستونزو په حل کې به رغنده رول ولوبوو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور