د چین ولسمشر شي جین پینګ نن د دغه هېواد په پلازمېنې بیجېنګ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې هېواد به یې د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې چين به د سولې او پرمختګ لپاره خپل هوډ بدل نه کړي. د چیني رسنیو د راپورونو له مخې هغه ویلي، چې بیجېنګ د اوکراین په ناورین کې، د فلسطین او اسراییل ترمنځ د جګړې پر حل او د ایران، میانمار او افغانستان د ستونزو په حل کې خپل رغنده رول لوبولو ته دوام ورکوي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیا یونګ له ایرانۍ رسنۍ اېراف سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د « افغانانو کلتور» او د «هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه» و نه کړي.