د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه پلاوي کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۵ تاریخي آبدو سروې ترسره کړې ده. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر ویلي چې د اطلاعات او کلتور وزارت پلاوي د دغه ولایت د فرقې شهيدانو مقبرې، سليمان آخند مار، چهل زينو، حضرت جي بابا او سرپوښه بازار تاریخي سیمو لومړۍ سروې ترسره او راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.