د بهرنيو چارو سرپرست سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي نللیکې پر غځولو، د تورغنډۍ سټېشن د ظرفیت پر لوړونې او د هرات نورالجهاد برېښنا سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ سرپرست وزیر ویلي چې، د افغانستان اړوندې ادارې، د ټاپي پروژې د حقوقي اسنادو پر وروستي کولو کار کوي، څو د دغې پروژې د کار د پیل زمینه برابره شي. سرپرست وزیر همدارنګه ویلي چې د تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ اړوند تاسیساتو د جوړولو په هکله هم اړونده افغان اداره کار کوي.