کندهار کې د اوبو یو بند جوړیږي

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د یوه مرستندویه بنسټ په مالي همکارۍ د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه بند چارې پیل شوې دي. د اوبو یاد ذخیروي بند ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره لوړوالی لري، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې یو میلیون متره مکعبه اوبه مهار شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د دغه بند د چارو د پيل پر مهال ویلي، چې هېواد کې د اوبو سربندونو په جوړېدو سره تر ځمکې لاندې اوبو کچه هم لوړه شوې ده. ورته مهال د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی رییس دې ناستې ته دې د خبرو پرمهال ویلي، چې سرپرست حکومت په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو په پار د پرمختیايي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.

وروستي مطالب

دا مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي

نوي مطالب

پغمان کې د سړک کانکرېټ کولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور