اروپايي هېوادونه افغانستان کې د سفارتونو پر بیا پرانیستلو غور کوي

یو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي. بلومبرګ خپرونې په دې اړه نن د جولای په ۱۶مه یوه لیکنه خپره کړې ده. د خپرونې په وینا، واک ته د سرپرست حکومت له راتګ درې کاله وروسته ښايي دا اقدام په افغانستان کې د سرپرست حکومت د ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې په لور یو ګام وي. ورځپاڼه ویلي، ایټالیا په‌ دې برخه کې ګامونه پورته کړي او په تېرو څو اونیو کې یې د حقیقت موندنې یو پلاوی کابل ته تللی دی. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تیجاني تایید کړې چې د دوی اوسنی سفیر چې په قطر کې دېره دی، کابل ته تللی دی. نوموړي تېره اونۍ په واشنګټن کې د ناټو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په یوه مرکه کې ویلي، دوی په‌دې برخه کې کار کوي او د دوی یو پلاوی افغانستان ته تللی دی.

وروستي مطالب

د کابل – جلال آباد سړک د پراختیا او جوړولو چارې پیل شوې

نوي مطالب

پاکستان ته د افغانستان د تازه میوو صادرات بند شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور