په بامیانو ولایت کې د برېښنا له پایې سره د یو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله دوو تنو خپل ژوند بایللی او څلور نور ټپیان دي. د بامیانو د مطبوعاتي دفتر ویاند صبور سیغاني ویلي، چې دغه پېښه پرون د دې ولایت د مرکز اړوند د دهناهنګران نومې سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د بامیانو ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.