بغلان کې د اوبو یو بند جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د بغلان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولیونو خبر ورکړی، چې د مرکزي بغلان په تیموریان کلي کې د اوبو یو کوچني بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولیونو په خبره دغه بند د ۴ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو, د سېلابونو د مخنیوي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې ډېر ګټور دی. د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وایي، چې دغه بند ۳۵ متره اوږدوالی او څلورنیم متره سور لري, چې د ۱۲ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د یاد بند په جوړېدو سره د سیمې اوسېدونکي خوښي څرګندوي او له مسوولینو څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

وروستي مطالب

افغان حکومت ايراني چارواکو ته: له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند څېړنه وکړئ

نوي مطالب

تېرو دریو کلونو کې د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور