بادغیس کې سږ کال د پستې حاصلات زیات شوي دي

د بادغیس ولایت ځایي چارواکو وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې خلکو سلګونه ټنه د پستې حاصلات راټول کړي دي. د مسوولینو په خبره په دې ولایت کې د پستې بڼونو سږ کال ښه وده کړې او سږنیو ورښتونو د پستې حاصلات نور هم زیات کړي دي. بلخوا يو شمېر سوداګر وايي، تېر کال به څلور کيلو خامه پسته تر زرو افغانيو پېر او پلور کېدله، خو سږ کال یې بیا قیمت تر٤٠٠ افغانیو پورې دی. د بادغيس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پستې حاصلات ښه و، خو خلکو له وخت مخکې دغه مېوه راټوله کړې او دې چارې یې په کیفیت منفي اغېز کړی دی.

وروستي مطالب

تېرو دریو کلونو کې د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

نوي مطالب

د ټولګټو وزارت د سړکونو تخریب د مخنیوي او د موټرو د وزن د کنټرول په موخه ۵۹تلې جوړوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور