د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې ایراني پانګوال لېواله دي په افغانستان کې د اوسپنې پر کانونو پانګونه وکړي. د مالوماتو له مخې د یاد هېواد یوشمېر شرکتونو د هرات غوریان د اوسپنې پر کان پانګونه کړې ده. سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره هلېځلې کړي او هڅه یې کړې چې د ایران له چابهار بندره د افغانستان د ګټېاخیستو ونډه زیاته کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګري ۶۸۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې جملې څخه ۱۵ میلیونه ډالره یې صادرات او ۶۷۳ میلیونه ډالر واردات دي.