په تېرو ۲ کلونو د نشه‌يي توکو نږدې ۱۵۰۰ کارخونې له‌منځه وړل شوې

دافغان حکومت د ویاند مرستیال رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۲ کلونو کې په هېواد کې د نشه‌يي توکو نږدې ۱۵۰۰ کارخونې له‌منځه وړل شوې دي. د ویاند په خبره دافغان حکومت له بیاځلې واکمنېدو راهیسي، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي مبارزه شوې ده. فطرتهمدا راز له سیمې او نړۍ غوښتي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له سرپرست حکومت سره ګډه همکاري وکړي. نوموړی وایي، د نشه‌يي توکو د قاچاق موضوع یوه نړۍواله ننګونه ده او په کار ده چې، د سیمې او نړۍ هېوادونه اوهغه ټول ښکېل اړخونه چې، له دغې برخې څخه زیانمنېږي دوی باید د مخنیوي په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

وروستي مطالب

غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي

نوي مطالب

د شپږیزه کرکټ لیګ سیاسي او اقتصادي ګټې!

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور