د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي، چې افغانستان ته د دغه هیواد صادرات ۳۳ سلنه ډېر شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته دایران صادرات ۵۲۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلي او دا د تېر کال همدې مودې په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی ښیي. د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي چې د ۱۴۰۳ کال تر پایه به د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو کچه څه باندې دوو میلیاردو ډالرو ته ورسېږي. د روان کال د غبرګولي پر ۲۹مه له افغانستان سره د ایران د سوداګرۍ برخې مسوول حسین روستايي هم ویلي و چې د ۱۴۰۲ کال د کب له ۲۸مې بیا د روان کال د ثور تر ۳مې، افغانستان ته د دغه هېواد د غیرنفتي توکو صادرات د تېر کال همدې مودې پرتله ۴۱ سلنه ډېر شوې دي.