د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: د صنعتي ځمکو وېش ته لار هوارېږي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، چې د صنعتي سیمو په اړه نوی تصویب شوی قانون په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش ته لاره هواروي. د یاد وزارت وياند رسنیو ته ویلي، چې د دې قانون موخه د ځمکو د وېش اداره کول، د پانګونې د زمينې برابرول او صنعتي ځمکو ته پاملرنه ده. د ویاند په خبره، د دغه قانون پر بنسټ به يوه کمېټه جوړه شي، چې د ځمکو د وېش په برخه کې به کار کوي. بلخوا د صنایعو او کانونو خونه د فابریکو خاوندانو ته د ځمکو ویش د پانګونې په زیاتوالي کې مهم ګڼي. په کابل کې د یو شمېر فابریکو مسوولین وايي، که د دوی ستونزو ته په ځانګړې توګه د ځمکو د وېش او برېښنا رسولو په برخه کې پاملرنه وشي؛ له یوې خوا به په هیواد کې خپل تولیدات زیات شي او له بلې خوا به ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

وروستي مطالب

ایران: افغانستان ته مو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

نوي مطالب

پکتیا کې د ۲ کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور