د پکتيا ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰۵زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي. د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، يادې پروژې د ملګروملتونو د کډوالۍ ادارې( ای او ایم) او د جاپان په مالي مرسته پلې کیږي. ياد ۲کانالونه د سېلابونو مهار لپاره جوړېږي چې ورسره به سلګونه کورونه او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلاب له زیانونو وژغورل شي. په ورته وخت کې د سيمې خلک هم د يادو پروژو د چارو پيل ته خوښ دي. دا په داسې حال کې ده، چې د مرکز ګردېز اړوند ډېری سيمو کې د منظمو کانالونو د نشتون له امله ډيری وخت سېلابونه د هستوګنې کورونه او کرنيزې ځمکې زيانمنوي.