د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ۶۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، چې له افغانستان څخه د صادراتو ونډه یې ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډیری صادراتي توکي یې کرنیز محصولات دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په اند که اسانتیاوې برابرې شي او صادراتي توکو ته بدیل بازارونه جوړ شي، د صادراتو کچه به هم لوړه شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا لس میلیارده ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، چې له دې ډلې دوه میلیارده ډالره یې صادرات او ۸ میلیارده ډالره یې واردات دي.