د کابل ښاروالۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۲مې ناحیې اړوند له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې د نوي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې، تر اوسه ۴۴ سلنه بشپړې شوې دي. د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې به یې پاتې چارې هم بشپړې شي. د مالوماتو له مخې دغه سړک ۱۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، چې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. مسوولین وایي، دغه سړک د یادې ناحیې د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.