په هیواد کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې به د مالګې کان له کېندنې سره د مالګې په برخه کې په کوردننه اړتیاوې پوره شي. مسوولین وایي، دا مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي او د مالګې د استخراج په برخه کې سلګونه کسان هم پر کار بوخت دي. د دوی په خبره، د غوریان د مالګې کان ۱۱ هکتاره مساحت لري او کولای شي د مالګې په برخه کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي. د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د مالګې کان له ایران سره پر پوله دی. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د سرپرست حکومت ت رسېدو وروسته د کانونو د را ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

وروستي مطالب

دوه ویشتمه ناحیه کې د نوي سړک جوړولو چارې ۴۴ سلنه بشپړې شوې

نوي مطالب

په کور دننه پر برېښنا پانګونې لپاره لوی کنفرانس جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور