اروپایي ټولنې افغانستان سره د ۱۴۶ مېلیون یورو مرستې اعلان کړی

یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مالي کڅوړه بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړې توګه روغتیا، زده‌کړو او د خوړو مصونیت ته ځانګړې شوې او د نجونو او ښځو پر ملاتړ هم تمرکز لري. د دې ټولنې د نړۍوال مشارکت کمېشنر همداراز روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په برخو کې ۳ نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې، ۱۵ مېلیونه یورو د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام، ۱۶ مېلیونه یورو د روغتیا نړۍوال سازمان او ۱۵ مېلیونه یورو د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق ته ځانګړې شوي دي. بلخوا اقتصاد وزارت بیا له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له دغو مرستو په هرکلي سره ویلي، چې دغه ډول مرستې د هېواد د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.

وروستي مطالب

په کور دننه پر برېښنا پانګونې لپاره لوی کنفرانس جوړېږي

نوي مطالب

کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره ۶ میاشتنی پروګرام پيلیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور