کندهار کې د ۵۲۰۰ متره په اوږدوالي استنادي دېوال جوړ شوی

د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دا دیوال ۵۲۰۰ متره اوږدوالی لري. د یاد دېوال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، دوی هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې د هیواد په ځان بسیا کېدو کې مرسته کوي. دغه دېوال د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅي، سوزاده خېل، قاضیانو او ګلان کلیو کې جوړ شوی او د سلګونو هکټاره کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیانونو خوندي کوي.

وروستي مطالب

کندوز کې د سپین زر شرکت له کلونو ځنډ وروسته په فعالیت پیل کړی

نوي مطالب

پر اسراییل مو دفاعي برید پای ته ورسید

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور