د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت خبر ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو او پر ایران د اسراییلو له احتمالي برید وروسته د افغانستان له فضا الوتنې زیاتې شوې دي. د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا (اسمانه) ۳۵۰ الوتنې شوې دي. د مسوولینو په خبره تېرکال دا شمېر ١٠٠ الوتنو ته رسېدلى و. دا په داسې حال کې ده، چېد اسراييلو له خوا پر فلسطين او لبنان له برید او همدارنګه پر ايران د بريد له احتمال وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو تګ راتګ ډېر شوى دى.