د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په مرکز لښکرګاه کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ٤٢ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو د پروسس پخوانۍ کارخونه بیا فعالېږي. د مسوولینو په خبره دغه فابریکه، چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال یې فعالیت درلود، هره ورځ به په کې ٤٠ متریک ټنه شیدې پروسس کېدلې او بیا به د لبني محصولاتو په توګه د هلمند په شمول ګڼو نورو ولایتونو ته د پلور لپاره لېږدول کېدلې. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، دوی په دې هڅه کې دي چې په دغه ولایت کې بنسټیزې او اغېزمنې پروژې پلي کړي او په په خبره یې یاد ریاست تر دې وړاندې هم عملي ګامونه پورته کړي دي.