د راپورونو له مخې د افغان – قزاق دویم درې ورځنی نندارتون، په الماتا ښار کې پرانیستل شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغان-قزاق نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او وايي چې، دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او سکتوري اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز ولري. له دې سره هممهاله، په دغه نندارتون کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال افغانستان په سوېلي او منځنۍ اسیا کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی سوداګریز شریک بللی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په افغان-قزاق نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو د افغانستان کورني تولیدات، لکه شيريني باب، وچه او تازه مېوه، ګاڼې، لاسي صنایع، د څرمنې صنایع، غالۍ او ودانیز مواد په ۷۰ غرفو کې چې، ۱۲ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي، د درې ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.