د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ زره متر مربع ویجاړو شویو پلې لارو د بیا رغولو چارې پيل شوې. د یاد ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې به ویجاړې شوې پلې لارې په اساسي ډول ورغول شي. د مسوولینو په خبره، د یادو پلو لارو د رغونې لپاره به په افغانستان کې تولید شویو مزایکو څخه کار واخیستل شي. د غزني اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د غزني ښار لا ښکلی شي.