بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالېږي

د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره، دغه تولیدي دولتي فابریکه، چې له نن څخه ۳۳ کاله وړاندې غیرفعاله شوې وه او په دې موده کې يې ډېری برخې ویجاړې او د خلکو له‌خوا یې ماشینونه او پرزې لوټ شوې وې؛ خو اوس یې د فعالولو هوډ لري. د بلخ ولایت د نساجۍ فابریکې مسوولینو ویلي، چې دغه فابریکه د پنبې پروسس او د ټوکر جوړولو برخه کې ۸۰۰ ماشینونه لري، چې له ډلې یې، د درې میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۰ ماشینونه فعاله کړې، چې ورسره سم به په کې شاوخوا دوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

وروستي مطالب

غزني ښار کې د پلو لارو د بیا رغولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور