په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې تهران چمتو دی په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې له ایران څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد په اړه هم خبرې شوې دي. قمي زیاته کړې چې ایران هڅه کوي د چابهار بندر په پراخولو، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پېدا کړي. په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړې چې هېواد یې غواړي د افغانستان په پوهنتونونو کې رغنیزې او علمي پروژې پېل کړي. ورته مهال، سیاسي مرستیال ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او په خبره یې، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کوم لوري ته زیان ورسېږي.