د کندهار ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د کرنیزو چارو آمریت او اړوندو کمیټو استازو په تخنیکي همکارۍ تر دې دمه ۱۸۰۰ ټنه مازاد غنم پېرل شوي او په ذخیره خونو کي ذېرمه شوي دي. د مسوولینو په خبره پاتې غنم به هم په راتلونکو څو ورځو کې په عادلانه توګه و پېرل شي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې ۵۰۱۰ ټنه مازاد غنم له بزګرانو رانیول کېږي او په ذیرمه خونو کي ځای پرځای کیږي، ترڅو په بېړنیو حالاتو کي ورڅخه ګټه واخیستل شي.