د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ پراختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ښرنې د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه پروژې د ښاروالۍ له بودیجې څخه پلې شوي، چې په کې د نوي کابل د ودانۍ ترمیم، د مرکزي روغتون تر څنګ د لښتیو جوړول، په ښار کې یوه نوي چوک جوړول، او د غزني او پکتیکا تر منځ د وصل دروازې جوړول شامل دي. بلخوا د مرکز ښرنې اوسېدونکو د ښاروالۍ هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره ورته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.