په کندهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک پخېږي

د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د ښار په ۱۵ ناحیه کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲,۵ کیلیو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي. د دغه سړک د پخولو چارو د پیل په مراسمو کې د کندهار ښاروال د سيمې اوسېدونکو ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې په دغه ولایت کې به ورته نورې پروژې هم پلې کړي. د یادولو وړ ده، چې د سیمې اوسېدونکو هم د ياد سړک پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

وروستي مطالب

پکتیکا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې دي

نوي مطالب

بغلان کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۳ بېلابېلې پروژې پلې شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور