د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رییس په مشرۍ یوه دولتي پلاوي، د فدارتيفې روسیې په رسمي بلنه، په استراخان نړیوال فورم کې د ګډون په موخه، پرون د دغه هېواد استراخان ښار ته سفر وکړ. په پام کې ده د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس به د استراخان نړیوال فورم کې په خپله وینا کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې لاسته راوړنې شریکې کړي. هغه دغه راز د افغانستان اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د پانګونې په خاطر، د غونډې ګډونوالو ته بلنه ورکړې ده.