د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو کار د پیل پر لارو چارو خبرې کړې. په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د ټاپي نللیکې غځول د سرپرست حکومت په سترو لومړیتوبونو کې دي او د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي څو په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د دغې نللیکې غځولو اړوندې ټولې تخنیکي چارې وروستۍ او عملي کار پیل شي. دغه راز په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د خپل هېواد له لوري د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو عملي کار اړوند وروستي پرمختګونه د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړي دي.