افغان حکومت ايراني چارواکو ته: له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند څېړنه وکړئ

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي مسوولینو ناوړه چلند غندلی. په دې اعلامیه کې راغلي؛ یاد ناوړه چلند د سرپرست حکومت ژوره اندېښنه راپارولې ده او ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د دې ډول پېښو په ترسره کولو سره د دواړو هېوادونو مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړي. بهرنیو چارو وزارت له ایراني چارواکو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند څېړنه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانانو د حقوقو څخه سرغړونه په افغانستان کې د خلکو احساسات زیانمن کړي.

وروستي مطالب

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې

نوي مطالب

بغلان کې د اوبو یو بند جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور