ایران ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو پلاوی سفر کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي ترمنځ په کتنه کې پر دې هوکړه شوې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له کابل څخه یو پلاوی ایران ته ولاړ شي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې، په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د مخالفو کړیو تبلیغات بللي دي. نوموړي ویلي هېواد یې د کډوالو ټولو حقوقو ته ژمن دی. بلخوا، د ایران د اسلامي شورا د قضايي او حقوقي کمېسیون مسوولینو ویلي چې، دوی د افغان زندانیانو د شمېر کمولو په موخه د محکومانو د لېږد لپاره له سرپرست حکومت سره د هوکړې په لټه کې دي.

وروستي مطالب

هلمند کې د شیدو د پروسس پخوانۍ کار خونه بیا فعالېږي

نوي مطالب

سږکال لوګر کې د پیازو په حاصلاتو کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور