د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د یاد ولایت په بنو، ده صلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله او برفک ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د نږدې ۴۸۲ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۴۶ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.