بغلان کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دیوالونه جوړ شوي

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ موسسې په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دیوال او د اوبو د کوچینو دهنو درې پروژې بشپړې کړې دي. د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وايي، چې د دې ولایت په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې د درې پروژو په چوکاټ کې ۲۲۶۰ متره استنادي دیوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړي دي.

وروستي مطالب

هرات کې زلزله ځپلو ته بل ښار ګوټی هم جوړ شو

نوي مطالب

تهدید داعش؛ همکاری ایران-افغانستان-تاجیکستان

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور