بلخ کې د چپنو د پلور بازار ښه شوی

په بلخ ولایت کې د چپنو د پلور بازار ښه شوی، په مزار شریف کې یو شمېر چپن پلورونکي وايي، چې خلک نه یوازې د ځان ګرم ساتلو لپاره بلکې د خوښۍ په مرسمو کې هم چپنې اغوندي. د بلخ اوسېدونکي، چپن یو له پخوانیو او دودیزو جامو ګڼي او وايي، چې چپن د نورو جامو په پرتله بدن ګرم ساتي. اوس مهال په دغه ولایت کې د یوې چپنې بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه تر ۴۰ زرو افغانیو پورې رسېږي. هغه چپنې چې په لاس اوبدل شوي دي، بيه یې نسبت شرکتي تولید شویو چپنو ته لوړه ده. چپن د هېواد په شمالي ولایتو کې د ډېرو خلکو لخوا کارول کېږي.

وروستي مطالب

روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی

نوي مطالب

د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتية له دندې استعفا ورکړه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور