د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د چین، ایران، ترکیې، قطر او انګلستان شرکتونو د ۷میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان په اتو لویو کانونو کې پانګونه کړې. د یاد ورازت چارواکي وايي، چې له دې برخې ترلاسه کېدونکي عواید د اکتشاف، استخراج، د کارخونو پر جوړېدو، تضمین او اکمالاتو باندې لګول کېږي. د مالوماتو له مخې چينايي شرکت د تخار د سرو زرو په کان، د لوګر عينک د مسو په کان او د اموسیند سره د نفتو په استخراج کې پانګونه کړې. د ايران اړوند شرکت بیا د هرات غوريان ولسوالي د اوسپنې په دوو بلاکونو کې پانګونه کړې او په غوریان ولسوالي کې د اوسپنې په دوه نورو بلاکونو کې بریتانیوي او ترکي شرکتونو پانګونه کړې چې یوه قطري شرکت د جبل السراج د سمنټو په پروژه کې قرارداد کړی دی.