تر دې دمه پر ډيورنډ فرضي کرښه ۱۰۵ پوستې جوړې شوي دي

په کندهار کې د ۲۰۵مې قول مسوولینو ویلي، چې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰پوځي پوستې جوړیږي، چې له دې جملې څخه د ۱۰۵ پوستو کار بشپړ شوی او د ۲۵ نورو د جوړولو کار روان دی.
یاده قول اردو وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سړک جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دی.
د دوی په خبره یاد سړک ۶۰۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې تر دې مهاله ۲۷۰ کیلومتره سړک جوړ شوی او د پاتې سړک د جوړولو کار دوام لري.
سرپرست حکومت ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو او سړک جوړولو هڅې يې د ولس او هیواد د لا ښه امنیت په موخه پیل کړې دي.

وروستي مطالب

د کمپنۍ – برچي نښلوونکي سړک د قیر کولو چارې پیل شوې

نوي مطالب

د ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان کورنۍ مسئله ده

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور