ترکیه: افغان سېلاب ځپلو ته مو ۶۰۰ ټنه نوره مرسته واستوله

اناتولي خبري اژانس د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دوی په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه خپل «د مهربانۍ اورګاډی» چې له ۶۰۰ ټنو څخه ډېر د مرستې اړین توکي پکې شامل دي استولی دی. د مالوماتو له مخې دا اورګاډی د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو، د دغه هېواد د پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت او د نا دولتي سازمانونو د استازو په شتون سره د سې شنبې په ورځ له انقرې څخه د افغانستان په لور روان شو او په ۱۵ ورځو کې به ورسېږي. د اناتولي خبري اژانس دغه راز لیکلي، چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو وروسته د ترکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت د ۱۷ نورو نا دولتي سازمانونو په همکارۍ ۶۰۰خیمې او ۶۱۹ ټنه د خوراکي توکو، حفظ الصحې او کمپلو په ګډون د مرستو رسولو مواد دغه هېواد ته استولي دي.

وروستي مطالب

د ابراهیم رییسي په ګډون الوتکه کې سپاره ۱۱ تنه مړه شوي

نوي مطالب

روسي شرکتونو او بنسټونو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور