د ښار جوړولو وزارت چارواکو پرون د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوکلنو لاستهراوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي چې تېر کال یې د ولایتونو لپاره ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه منل شوي دي. د یاد وزارت چارواکي وايي، تېر کال یې ۴۴۳ رغنیزې پروژې څارلي او له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ښاري سرغړونې یې په نښه کړې دي. د دوی په خبره، اوس د دغه وزارت ۷۰۰ پروژې چې د نړیوال بانک لهخوا تمویلېدې، نیمګړې پاتې دي. د یادولو وړ ده چې د ښار جوړولو وزارت په تېر یوه کال کې په ۲۹ ولایتونو کې د ۴۶ ښارګوټو او د کابل او کندهار پر لویې لارې د ۳۱۲ جوماتونو د جوړولو چارې هم بشپړې کړې دي.