پوهنې وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې تېر کال په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه زدهکوونکي جذب شوي دي. د چارواکو په خبره د هېواد په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر له ۱۰ میلیونو او ۹۱۴ زرو څخه ډېر دی. د دوی د ادعا له مخې په تېر کال کې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې ۱ میلیون ۴۴۵ زره ۸۴۰ زدهکوونکي جذب شوي دي. دغه راز د پوهنې وزارت چارواکو په تېر کال کې د دولسم ټولګيو فارغانو ته د ۳۰۳ زره سندونو د وېش اعلان کړی و. په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې دا درېیم کال په پرله پسې توګه ښوونځیو ته له تلو منع شوې دي.