حکومت دې د مچلغو بند پاتې کارونه بشپړ کړي.
د پکتیا اوسېدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د مچلغو بند پاتې کارونه دې هر څومره ژر کیږي، بشپړ شي.
د مچلغو بند د ۴۷ مترو په لوړوالي او ۲۱۰ مترو په اوږدوالي د هېواد له سترو ملي پراختیایي پروژو څخه یوه ده، چې په ۲۰۰۸م کال کې یې د وخت حکومت د رغونې پرانیسته کړې ده؛ خو لا تر اوسه د نا معلوم علت له امله دا پروژه نیمګړې پاتې ده.
د کارپوهانو په وینا د مچلغو بند لکه د سلما، کمال خان، کجکي، شاه و عروس بندونو په شان کرنې، اوبو لګونې او برېښنا په برخه کې د هېواد لپاره ګټور او ارزښتمن بند دی.
دغه بند د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به پکې ۵.۵ میلیونه متر مکعب اوبه ساتل کېږي، ۲۳۰۰ هکتاره شاړه ځمکه به پرې خړوبېږي او د ۳۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا به لري.
د سېمې خلک د دې بند په رغېدو کې ځنډ د حکومتونو نه پاملرنه یادوي او له حکومت څخه غواړي، چې هرڅومره ژر یې رغنیزي چارې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې په ورستیو کې د دې بند او ورسره د ۱۹ کیلومتره اوږدو کانالونو د رغونې چارې د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې دي؛ خو لا یې هم د بشپړېدو په موخه عملي کارونه نه دي پیل شوي.